ایکنانیوز د پاکستان ټي وي له قوله راپور راکوي،د بلوچستان صوبې پولیسو په یوې خبرتیا کې وئيلي دي،د امنیتي مامورانو یو ګاډی د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمې کې د ناپيژاندو له خوا ټارګټ شوی چې دغه ګاډی له یوه ښونځي سره نزدې د ګزمې په حال کې ؤ چې له امله ئې د درو زده کونکو پشمول اوه کسان وژل شوي او یو شمیر نورهم ټپیان شوي دي.
د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر او دغه راز د کورنیو چارو وزیر او د بلوچستان اعلی وزیر پشمول زیاتره چارواکو ددغې بوږنونکي پيښې غندنه کړې ده او وئیلي ئې دي چې دغه ورانکار او ترهه ګر به د قانون په منګولو کې ښکیل شي او له سختو سزاګانو سره به مخ شي.
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د بلوچستان او کې پی کې صوبو پشمول په زیاترو سیمو کې په ترهه ګرو پیښو اوبم چاودنو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي چې البته ددغو ترهه ګرو پیښو زیاترو موردونو مسئولیّت داعشیان او تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په غاړه اخلی چې تردې دمه حکومتي اوپوخي او قضائي ادارو د ترهه ګرو د سزاکولو په باب خپل هیڅ یو مسئولیّت نه دی ترسره کړی چې ډیری کارپوهان وائي چې د ترهه ګرو او ورانکارو انګیزې په همدې وجه زیاتیږي چې دوي ته هیڅ ډول سزا نه ورکول کیږي.